د سکاټلنډ او سویډن لومړي وزیران: غزه کې روان وضعیت له زغمه وتلی
د سکاټلنډ لومړي وزیر حمزه یوسف ویلي، د نړۍ مشران باید پر اسرائیلو فشار راوړي چې غزه کې جګړه پای ته ورسوي.
حمزه یوسف تازه ویلي، غزه کې وضعیت له زغمه وتلی.
ښاغلي حمزه همداراز ویلي، هلته د کړاوونو کچه له بیان څخه پورته او هیڅوک د دې وضعیت تصور نه شي کولی.
نوموړي د نړۍ په مشرانو غږ کړی، چې په اسرائیلو فشار راوړي، څو غزه کې جګړه پای ته ورسوي او د مرستو رسولو ډاډ ورکړي.
بلخوا د سویډن لومړي وزیر اولف کریسټرسون ویلي، اروپا باید اسرائیل له دې امله تحریم کړي چې پر غزې یې د خوراکي توکو کلابندي راوستې ده.
د سویډن حکومت غزې ته د بشري مرستو مخنیوي له کبله هلته د اسرائیلو سفیر هم احضار کړی.
دغو مشرانو داسې مهال دغه څرګندونې کړې، چې دا مهال غزه کې د اسرئیلو له لوري د بشري مرستو د کلابندۍ له کبله هلته انساني ناورین روان دی.