حماس د امریکا له لوري د غزې اوربند وړاندیز ومانه

حماس د امریکا له لوري د غزې اوربند وړاندیز ومانه نړۍ
غزه کې د اوربند هڅې روانې دي

رويټرز خبري اژانس وايي، یوه فلسطیني سرچینې ورته پرون دوشنبه تایید کړې چې د امریکا ځانګړي استازي سټیو ویټکاف له لوري د غزې اوربند وړاندیز سره حماس جهادي غورځنګ هوکړه کړې ده.

سرچینې ویلي، د اوربند دغه وړاندیز چې پکې د حماس له لوري د ۱۰ بندیانو خوشې کول او ۷۰ ورځې اوربند دی د منځګړو له لوري حماس ته رسېدلی دی.

راپور کې راغلي، په دې وړاندیز کې د اسراییلو لخوا د یو شمېر هغو فلسطیني بندیانو خوشې کول هم شامل دي چې صهیونیست رژیم له ځان سره بیولي او په اوږدمهاله بند محکوم شوي دي.

اژانس وايي، د غزې اوربند دغه وړاندیز تر دې دمه اسرائیلو نه دی منلی.

دغه وړاندیز داسې مهال شوی، چې د غزې تړانګې ۷۷ سلنه خاوره اسرائیلو تر خپلې ولکې لاندې راوستلې.

تړلي موضوعات