امریکا کې وسله وال برید ۱۱تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

امریکا کې وسله وال برید ۱۱تنو ته مرګ ژوبله اوښتې نړۍ
د امریکا فلادلفیا کې وسله وال برید شوی

د امریکا فیلادلفیا ایالت تېر ماښام وسله وال برید کې ۲تنه وژل شوي او ۹ نور ټپیان دي.

د فلادلفیا پولیسو ویلي، تر اوسه یې د دې برید په تړاو څوک نه دي نیولي او د پېښي انګېزه لا هم نه ده روښانه شوې.

امنیتي چارواکو ویلي، د دې پېښي ډېری ټپیان تنکي ځوانان دي چې روغتون ته لېږدول شوي دي.

دغه برید داسې مهال شوی، چې دې وروستیو کې د امریکا ښارونو په ځانګړي ډول عمومي ځایونو کې د وسله والو بریدونو اندېښنې زیاتې شوې دي.

تړلي موضوعات