انګلستان کې یو تن د فوټبال لوبې ۲۷ مینه وال په موټر وهلي
د انګلستان لیورپول فوټبال لیګ د اتلولۍ په مراسمو کې یوه ۵۳ کلن کس د لوبې مینه والو په ګڼه ګوڼه موټر خېژولی او له امله یې ۲۷ تنه روغتون ته وړل شوي.
رسنۍ وايي، د پېښې په مهال د خوښۍ شور په وېروونکو چیغو بدلې شوې.
پولیسو ویلي، د ټپیانو له ډلې د دوو تنو روغتیايي وضعیت نازک دی.
رویټرز خبر ورکړی، پېښه پرون دوشنبه د یاد هېواد په لیورپول ښار کې د یوه برېټانیايي سپین پوستي له خوا شوې او پولیسو نیولی دی.
امنیتي سرچینو اژانس ته ویلي، د ټپیانو له ډلې څلور یې ماشومان دي.