امریکا د دفاعي پروژې د پیلېدو په لټه کې؛ د ځواکمنو هېوادونو غبرګونونه څه دي؟
امریکا د طلايي ګنبد په نوم د توغندیو ضد داسې دفاعي سیسټم په پلې کېدو کار کوي چې له مخې یې، د امریکا په ګډون د نورو هېوادونو له خاورې هم دفاع وکړي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مۍ په ۲۵م سپینه ماڼۍ کې د خبرو په مهال ویلي و، چې حکومت یې د خپلې خاورې دفاع لپاره یو داسې پیاوړی دفاعي سیسټم جوړېدو په لټه کې دی، چې شاوخوا ۱۷۵ میلیارده ډالره لګښت به پرې راشي.
رسنۍ وايي، د دفاعي سیسټم دغه پروژه، چې د اسرائیلو د دفاعي سیسټم ۴۵۰ برابره لویه طرحه شوې په مټ به یې د کاناډا په ګډون د امریکا ټوله خاوره تر پوښښ لاندې راشي.
ټرمپ هغه مهال ویلي و، چې دغه دفاعي سیسټم پروژه به درې کلونو کې سرته ورسېږي او په مټ به یې د امریکا خاورې او ځینې نورو هېوادونو پر وړاندې د پرمختللو توغندیو مخنیوی وشي.
رویټرز خبري اژانس د خپلو سرچینو په حواله وايي، امریکا به د دې طرحې د عملي کېدو لپاره زرګونه څارونکې سپوږمکۍ په نړۍ کې نصب کړي.
اژانس نن سه شنبه په دوو جلا راپورونو کې ویلي، دا چې تر دې دمه د دې پروژې عملي چارې نه دي پیل شوې خو روسیې، چین او شمالي کوریا ورته توند غبرګونونه ښودلي.
روسیې تازه ویلي، د امریکا نوی جوړېدونکی دغه سیسټم به ستراتیژیک ثبات کمزوری کړي.
په همدې مهال شمالي کوریا وايي، د امریکا دغه سیسټم د اټومي جګړې سناریو ده او دغه پروژه یې ګواښونکې او خطرناک نوښت بللی.
چین د همدې پروژې په اړه وايي، دوی ژور خواشیني دي او له واشنګټن څخه یې د دغې پروژې د پرمختګ مخنیوی غوښتی دی.
یاده دې وي، که څه هم د دغې پروژې لومړنی لګښت ۱۷۵ میلیارده ډالره ټاکل شوی خو اړونده برخه کې بیا د چارو کارپوهان وايي، ممکن تر ۵۰۰ میلیارده ډالرو پورې لګښت پرې راشي.