د غزې په اړه د نړېوالو چوپتیا په ماتېدو ده
د المان، سکاټلنډ، سویډن، ایرلنډ او یوشمېر نورو هېوادونو تر مشرانو وروسته د جرمني بهرنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی، چې که اسرائیل د بشري حقونو نقض ته دوام ورکړي د وسلو لېږد به ورته ودروي.
رویټرز د جرمني بهرنیو چارو وزیر یوهان واډفول له قوله راپور ورکړی، چې د اسرائیلو پر وړاندې د جرمني ملاتړ باید د اوسني وضعیت لپاره د استفادې وسیله و نه ګرځي.
واډفول یوه ټلوېزیوني مرکه کې ویلي، پر غزې پراخو هوایي بریدونو د خوړو او درملو کمښت وضعیت له زغمه ایستلی.
جرمني داسې مهال غزه کې د اسرائیلو له لوري روان ناورین ته غبرګون ښودلی، چې تېره ورځ د سکاټلنډ او سویډن لومړي وزیرانو هم غزه کې وضعیت له زغمه وتلی وباله او د نړۍ په مشرانو یې غږ وکړ، چې په اسرائیلو فشار راوړي څو غزه کې جګړه پای ته ورسوي.