وسله وال کس د امریکا کنتیکت ایالت کې پنځه تنه ټپیان کړي
امریکایي رسنیو خبر ورکړی، کنتیکت ایالت واتربري ښار کې یوه وسله وال کس په ډزو کې پنځه تنه ټپیان کړي.
اسوشیټډ پرس اژانس د کنتیکت ایالت امنیتي چارواکو له قوله راپور ورکړی، وسله وال کس د تفنګچې په وسیله یوه پلورنځي کې په خلکو ډزې کړې دي.
د واتربري ښار پولیسو ویلي، بریدګر یې نیولی.
دغه پېښه د فلادلفیا ایالت تر خونړۍ پېښي چې ۱۱تنو ته یې مرګ ژوبله واړوله یوه ورځ وروسته شوې.