یحیی سریع: د اشغالي فلسطین حیفا په لود هوایي ډګر مو پوځي عملیات کړي
د یمن انصارالله پوځ ویاند یحیی سریع په اشغالي فلسطین تر توغندیز برید وروسته ویلي، د فلسطین ولس د ملاتړ په موخه یې د فلسطین ۲ بالسټیک توغندیو په وسیله د اشغالي فلسطین حیفا په لود هوایي ډګر پوځي عملیات ترسره کړي.
نوموړي ټینګار کړی، چې د غزې تړانګې باندې د تېري او محاصرې تر ختمېدو پورې به خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي.
د اسرائیلو داخلې جبهې هم ویلي، چې یمن څخه حوثیانو د اسرئیلو په لوري توغندي توغولي.
بلخوا سرائیلي رسنیو دا هم ویلي، چې سوریې څخه د جولان اشغال شوې سیمې لورې ته دوه توغندي توغول شوي.
الجزیرې هم د اسرائیلي سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې یاد توغندي د جولان په داسې سیمه کې لګېدلي چې خلک په کې نه وو.
د یادونې ده، چې دا لومړی ځل دی د سوریې لهخوا په اسرائیلو توغندیز برید ترسره کیږي، خو یمن بیا وخت ناوخت په اشغالګر رژیم توغندیز بریدونه کوي، چې صهیونیستي رژیم ته یې په پراخه کچه اقتصادي زیانه اړولي.