د امریکايي چارواکي اعتراف: اسرائیلو غزه کې جنګي جرمونه او امریکا بې غوري کړې

د امریکايي چارواکي اعتراف: اسرائیلو غزه کې جنګي جرمونه او امریکا بې غوري کړې نړۍ
غزه کې د اشغالګر رژیم له لوري ترسره شوي بشري جنایتونه

د امریکا بهرنیو چارو وزارت پخواني ویاند متیو مېلر، چې د خپل رسمي ماموریت پر مهال یې د غزې جګړه کې د اسرائیلو دفاع کړې تازه منلې، چې اسرائیلو جنګي جرمونه ترسره کړي او امریکا هغه مهال ددې جګړې د کنټرول لپاره ډېر څه کولی شول.

غزه کې د رسنیو مرکز وايي، د نوموړي دغه بیان د امریکايي ادارې ریښتینی انځور روښانه کړ، چې پالیسۍ یې د اسرائیلي مشرانو د غوښتنو له مخې پرمخ وړل کیږي.

یاد مرکز د مېلر له قوله وايي، امریکا د غزې جګړې پای ته رسولو لپاره فرصت له لاسه ورکړی دی.

حماس جهادي غورځنګ پرون سه شنبه د یوې اعلامیې له مخې ویلي، موږ د غزې راون حالت او نسل وژنې په برخه کې امریکا د یوه شریک په توګه مسؤل ګڼو.

حماس له نړېوالې ټولنې او قضایي ادارو غوښتي، چې دا اعترافونه په بېړنیو تحقیقاتو او قانوني چلند بدل کړي او ټول هغه کسان، چې په دې جرمونو کې د اصلي او کمکي رول په توګه ښکېل دي حساب ورکونې ته چمتو کړي.

تړلي موضوعات