ایلان ماسک د ټرمپ حکومت له لوري مالياتي لایحه کرغېړنه بللې
مشهور میلیاردر او د ټرمپ له ادارې تازه لرې شوی د «ډوج» ادارې مشر ایلان ماسک، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري حکومت کې د لګښتونو کمولو په برخه کې پراخ واک ورکړل شوی و، له استعفا وروسته د ټرمپ حکومت له لوري په مالیاتي لایحه نیوکه کړې ده.
ماسک دا لایحه کرغېړنه، له زغمه وتلې او نه مننونکي بللې ده.
فاکس نیوز وايي، ماسک پرون سه شنبه په خپله اېکس پاڼه هغه کسان شرموونکی ګڼلي چې دې لایحې ته یې رایه ورکړې ده.
راپور کې راغلي، د ماسک له دې خبرو وروسته سپینې ماڼۍ له دغې مالیاتې لایحې چې د ټرمپ حکومت یې «ښکلی قانون بولي» ملاتړ ښودلی.
رسنۍ وايي، دا لایحه د مۍ میاشتې په وروستیو ورځو کې د کانګرېس له لوري تصویب شوه خو په اړه یې نقد کوونکي وايي، دا لایحه به امریکايي وګړو باندې د پورونو زیاتوالي سبب شي.
تر دې وړاندې ټرمپ د یادې لایحې نیوکه کوونکو ته غبرګون ښودلی خو تر دې دمه یې د ماسک نیوکو په اړه نظر نه دی رسنیز شوی.