حماس جهادي غورځنګ: د اوربند پرېکړه لیک ویټو کول روان جنایت کې د امریکا بشپړه ښکېلتیا تائیدوي

حماس جهادي غورځنګ: د اوربند پرېکړه لیک ویټو کول روان جنایت کې د امریکا بشپړه ښکېلتیا تائیدوي نړۍ
حماس د امریکا له لوري د اوربند پرېکړه لیک ویټو کولو غندلي


د حماس جهادي غورځنګ ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د امریکا له لوري غزه کې د اوربند پرېکړه لیک مسودې ویټو کولو ته په غبرګون کې ویلي، د واشنګټن دریځ د جنګي جنایتکار نتنیاهو لپاره زرغون څراغ دی.

حماس په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د امریکا دغه دریځ غزې تړانګه کې د بې ګناه ملکي وګړو، ماشومانو، ښځو او بوډاګانو پر وړاندې روان جنایت کې د امریکا بشپړه ښکېلتیا تائیدوي.

حماس د امریکا دغه دریځ غندلی او ویټو یې د بشریت پر وړاندې د هغو جنایتونو ملاتړ ګڼلی چې غزه کې ترسره کیږي.

بل‌خوا اسلامي جهادي غورځنګ هم امنیت شورا کې د امریکا له لوري د اوربند پرېکړه لیک مسودې ویټو کولو ته په غبرګون کې ویلي، دا د دې ښودنه کوي چې امریکا د جنایتکار نتنیاهو حکومت جنایتونه تمویلوي.

یاد غورځنګ ویلي، واشنګټن د غزې روانې نسل وژنې او جنګي جرمونو کې د اسرائیلو رښتینی ملګری دی.

خو د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو بیا د دې پرېکړه هر کلی کړی دی.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د امریکا استازي د غزې اوربند لپاره د چمتو طرحې مسوده ویټو کړې، چې دې چارې پراخ غبرګونونه هم راپارولي دي.

تړلي موضوعات