روسیه به د اوکرایین بریدونو ته پرېکنده ځواب ورکړي
د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین له خپل امریکایي سیال ډونالډ ټرمپ سره ټیلفوني اړیکه کې ویلي، مسکو اړ دی چې د روسیې پر رهبري شویو راکټونو لېږدوونکو الوتکو د اوکرایین وروستیو بریدونو ته پرېکنده ځواب ورکړي.
پوتین دغو ټیلفوني خبرو کې منلې، چې کیف سره یې د سولې خبرې ګټورې وې، خو وروستي بریدونه ښيي چې د اوکرایین ولسمشر د سولې غوښتونکی نه دی.
ټرمپ پوتین سره تر ۷۵ دقیقو خبرو وروسته په خپله ټولنیزه شبکه اعلان کړی، چې دغه اړیکه «ښه» وه، خو د بېړني اوربند او سولې لامل نه شي کیدای.
نوموړي ویلي، پوتین د بریدونو ځواب په کلکه غوښتونکی دی او د ایران په اړه یې هم له واشنګټن سره ګډ دریځ مطرح کړی.
په داسې حال کې چې مسکو له واشنګټن او لندن د کیف له لوري پر روسیې د بریدونو مخنیوي غوښتنه کړې، خو ټرمپ بیا پر مسکو د کیف له بریدونو بې خبري ښودلې.