چین پر هغو ټایواني هکرانو جایزه ایښې چې پر دوی د سایبري برید هڅه کوي
د چین شینهوا دولتي اژانس د راپور پر بنسټ، د چین حکومت د ټایوان له ملاتړه برخمنو ۲۰ هکرانو د نیولو بدل کې جایزه ایښې چې دوی یې انځورونه په بازارونو کې خپاره کړي دي.
یاد اژانس دغه خبر نن پنجشنبه خپور کړی او زیاته کړې یې ده، چې چینایي چارواکو ټایوان د چین په انرژۍ، ټرانسپورټ، سمندري چارو، څېړنیزو شرکتونو او ټینکالوژۍ برخه کې د سایبري برید په هڅه تورن کړی دی.
رویټرز خبري اژانس وايي، د بیجینګ له دې ادعا چې هکران د ټایوان حکومت سره اړیکه لري ټایپه دغه تورونه په کلکه رد کړې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره اونۍ د چین گوانگژو ښار کې د ټکنالوژۍ یو شرکت باندې د سایبري برید مسؤلیت چینايي چارواکو د ټایوان حکومت ته منسوب کړ.