خلیل الحیه: غزه کې روانه جګړه د استقامت جګړه ده

خلیل الحیه: غزه کې روانه جګړه د استقامت جګړه ده نړۍ
غزه کې د حماس مشر خلیل الحیه

غزه کې د حماس مشر خلیل الحیه ویلي، د فلسطین ولس د نړۍ له ناکامۍ وروسته په یوازې ځان جګړه کوي او اشغالګر غواړي دوی له خپلې خاورې وباسي او هلته قومي تصفیه وکړي.

الجزیرې د الحیه له قوله راپور کې ویلي، غزه کې ورانه جګړه د استقامت جګړه ده چې باید د اشغالګرو له پلانونو سره په هره طریقه مقاومت وکړي.

نوموړي غزه کې په اوربند هم ټنیګار کړی او ویلي یې دي، له ټولو خواوو سره په پرلپسې ډول هڅې کوي یوې داسې هوکړې ته ورسیږي، چې د جګړې د پای او له غزې د اشغالګرو د وتلو لامل شي.

خلیل الحیه داسې مهال دغه څرګندونې کړې، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د امریکا استازي غزه کې د اوربند طرحې مسوده ویټو کړه، چې دې چارې پراخ غبرګونونه هم راپارلولې امریکا یې غزه کې د اشغالګرو له لوري په روانه نسل وژنه کې شریکه بللې.

تړلي موضوعات