ټرمپ د میلیاردونو ډالرو په ارزښت د ایلان ماسک دولتي قرار دادونه لغوه کړي
د ټرمپ حکومت کې له کار کولو د ایلان ماسک تر استعفا وروسته ډونالډ ټرمپ د میلیاردونو ډالرو په ارزښت د نوموړي دولتي قرار دادونه لغوه کړي.
ټرمپ په خپله خواله رسنۍ لیکلي، «زموږ په بودیجه کې د پیسو خوندي کولو تر ټولو اسانه لار میلیاردونو او میلیاردونو ډالرو د ایلان دولتي قراردادونو لغوه کول دي.»
ټرمپ په دې حیرانتیا ښودلې، چې بایډن ولي دا کار نه دی کړی.
ایلان ماسک بیا د ټرمپ د دې اقدام په غبرګون کې سمدلاسه د @SpaceX ریګن سپوږمکۍ له منځه وړل پیل کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې ایلان ماسک د ټرمپ ادارې کې له ګوښه کېدو وروسته د ډونالډ ټرمپ له لوري حکومت کې د لګښتونو کمولو په مالیاتي لایحه نیوکه کړې او هغه یي کړغېړنه، له زغمه وتلې او نه منونکې بللې.