د اتریش یوه ښوونځي کې مرګونی برید؛ ۱۰ تنه وژل شوي

د اتریش یوه ښوونځي کې مرګونی برید؛ ۱۰ تنه وژل شوي نړۍ
د اتریش یوه ښوونځي کې برید

د اتریش ګراتس ښار یوه ښوونځي کې د ډزو له کبله ۱۰ تنه وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.

اې بي سي نیوز خبر ورکړی، چې په وژل شویو کې ۹ تنه د ښوونځي شاګردان دي پولیسو بیا د ټپیانو حالت نازک ښودلی.

ویل کیږي بریدګر د یاد ښوونځي مخکنی شاګرد و، چې تر برید وروسته یې ځان وژنه کړې.

د اتریش پولیس چارواکو ویلي، بریدګر دوه قبضې قانوني سلاح درلوده او دوسیه کې هیڅ ډول جرمې سابقه نه لري.

تړلي موضوعات