یو شمېر هېوادونو د اسرائیلو په دوو مهمو وزیرانو بندیزونه ولګول

یو شمېر هېوادونو د اسرائیلو په دوو مهمو وزیرانو بندیزونه ولګول نړۍ
د اسرائیلو کابینې پر دوو مهمو غړو بندیزونه ولګول شول

رویټرز خبري اژانس وايي، برېټانیا، کاناډا، اسټرالیا، نیوزلینډ او ناروې د غزې په اړه د څرګندونو له کبله د اسرائیلو ښي اړخو دوو وزیرانو بندیزونه لګولي.

یادو هېوادونو وروسته له هغې په دغې اقداماتو لاس پورې کړی، چې غزه کې روان وحشت ته په کتو نړېوالو غونډو کې په اسرائیلو د فشار زیاتوالي خبرې کیږي.

اژانس وايي، دغه بندیزونه غزه کې د تاوتریخوالي د پارولو له امله لګول شوي، خو واشنګټن د یادو هېوادونو د دغه اقدام غندنه کړې او د سمدستي لغوه کېدو غوښتنه یې کړې.

راپور کې راغلي، یادو هېوادونو دغه بندیزونه پرون سه شنبه د اسرائیلو کابینه کې د ملي امنیت په وزیر بن ګویر او مالیې وزیر بزالل سموتریچ لګولي.

 رویټرز په خپل راپور کې ویلي، د اسرائیلو پر یادو دوه وزیرانو د سفرونو او شتمنیو کنګل کېدو بندیزونه لګول شوي.

اسرائیل چې د امریکا په ملاتړ له شاوخوا ۲۰ میاشتو راهیسې غزه کې شاوخوا ۱۸۰ زره فلسطیني وګړو ته مرګژوبله اړولې د نړۍ ګڼ هېوادونو یې روانه جګړه د مسلمانانو په ضد بولي.

تړلي موضوعات