غزه کې د جګړې ۶۱‍۴مه ورځ؛ دوه میلیونه وګړي سختې قطحۍ اغېزمن کړي

غزه کې د جګړې ۶۱‍۴مه ورځ؛ دوه میلیونه وګړي سختې قطحۍ اغېزمن کړي نړۍ
غزه کې د جګړې ۶۱۴ مه ورځ ګڼ شمېر فلسطینیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د غزې رسنیو مرکز راپور ورکړی، چې غزه کې د جګړې په ۶۱۴مې ورځ هم اشغالګر ځواکونو د امریکا په سیاسي او پوځي ملاتړ غزې تړانګه کې د هوایي او توپچي بمباریو او د لوږې او بې کوره خلکو په وژلو خپلې نسل وژنې ته دوام ورکوي.

د غزې رسنیو مرکز په خپل تازه نشر کړي راپور کې ویلي، اشغالګر ځواکونو لسګونه چاپې وهلې د قتل عام سربېره د بې ځایه کېدا کړکېچ لا خراب او له دوه میلیونو زیات خلک له سختې قحطۍ اعېزمن شوي دي.

یاد مرکز د طبي سرچینو له قوله راپور کې ویلي، چې د اشغالګر ځواکونو د چهارشنبې په سهار د غزې تړانګې رفح ښار شمال لوېدیځ کې د مرستو په تمه خلکو ډزې کړې، چې په پایله کې یې ۴ تنه شهیدان او ۹۰ نور ټپیان شوي.

د دې ترڅنګ اشغالګر ځواکونو د غزې نصیرات کمپ برید کې دوه تنو شهادت رسېدو او دوو نور ټپي کېدو سربېره یې الصفاوي سیمه کې هم په بریدونو کې څلور تنه شهیدان او یو شمېر نور ټپیان کړي دي.

د راپورونو له مخې د غزې په تېرو ۶۱۴ ورځو جګړو کې شاوخوا ۱۹۵ زره بې ګناه فلسطینیانو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې ډېره برخه یې ښځې او ماشومان دي.

تړلي موضوعات