امریکا کې د لاریونونو دوام؛ ټرمپ یې د کابو کولو لپاره سمندري ځواکونه وګمارل

امریکا کې د لاریونونو دوام؛ ټرمپ یې د کابو کولو لپاره سمندري ځواکونه وګمارل نړۍ
امریکا د کډوالۍ پرېکړې پر ضد پراخ لاریونونه

د امریکا په یو شمېر ایالتونو کې زرګونه امریکایان واټونو ته راوتلي او د غیر قانوني کډوالو وېستنې په اړه د حکومت په پالیسیو نیوکې کوي.

 وروسته له هغې چې ډونالډ ټرمپ د پراخېدونکو لاریونونو مهار لپاره سمندري ځواکونه لاس انجلس ته واستول، دې چارې د ځېنو لوړ پوړو امریکايي چارواکو توند غبرګونونه هم راوپارول.

د کلفورنیا والي د ټرمپ دا کار پر ولسواکۍ برید، د عامو خلکو پر ضد د سمندري ځواکونو کارول بې شرمي او دې حالت ته یې د اور بلوونکي نوم ورکړی.

رویټرز خبري اژانس وايي، سلګونو سمندري ځواکونه لاس انجلس ایالت ته رسېدلي او هڅه کوي روان لاریونونه مدیریت کړي.

اژانس وايي، لاس انجلس ایالت اړوند ځینو ښارونو کې د غلاوو او لوټماریو د مخنیوي لپاره چارواکو ګرځبندیز اعلان کړی دی.

د راپور په یوه برخه کې راغلي، چې د روانو لاریونونو د مخنیوي لپاره امنیتي ځواکونو تېره ورځ  ۱۹۷ تنه نیولي وو او دغه شمېره دا مهال دوه برابره شوې.

امریکا کې د کډوالو وېستنې مخنیوي په اړه روان لاریون، چې له تېرو څو ورځو راهیسې لومړی په لاس انجلس کې پیل شوی دا مهال یې د امریکا په نیویارک، جورجیا، ایلینوي، کالفورنیا ایالتونو کې هم زور اخیستی دی.

تړلي موضوعات