د امریکا ولسمشر: هېوادونه دې د فلسطین او اسرائیلو په اړه د ملګرو ملتونو ناسته کې ګډون نه کوي

د امریکا ولسمشر: هېوادونه دې د فلسطین او اسرائیلو په اړه د ملګرو ملتونو ناسته کې ګډون نه کوي نړۍ
د فلسطین او اسرائیلو په اړه د ملګرو ملتونو ناستې کې ګډون کوونکو هېوادونو ته د امریکل ولسمشر ګواښ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره ورځ په یوه پیغام کې د نړۍ له ټولو هېوادونو غوښتي، چې د فلسطین او اسرائیلو ترمنځ د حل لارې او دوو خپلواکو دولتونو په اړه د ملګرو ملتونو ناستې کې دې ګډون نه کوي.

ټاکل شوې دغه غونډه به راتلونکې اوونۍ ترسره شي، چې موخه یې د خپلواک فلسطیني دولت لپاره د چوکاټ رسمول دي.

رویټرز راپور ورکړی، ټرمپ یاد کنفرانس کې ګډون کوونکو هېوادونو ته ګواښ کړی، چې تر کنفرانس وروسته د اسرائیلو ضد اقدامات به د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ له ګټو سره په ټکر کې وګڼل شي.

د امریکا ولسمشر د ملګرو ملتونو کفرانس غندلی او د پایلو خبرداری یې ورکړی، د ټرمپ په خبره«موږ له حکومتونو غوښتنه کوو، چې کنفرانس کې برخه وانخلي، موږ دغه اقدامات غزه کې د جګړې پای ته رسولو او یرغمل شویو ازادولو لپاره د ژغورونکو هڅو پر وړاندې زیانمونکي ګڼو.»

بل‌خوا فرانسوي چارواکو ویلي، ولسمشر ایمانویل مکرون به د اسرائیلو تر اشغال لاندې سیمو کې د فلسطین دولت په رسیمت وپېژني.

تړلي موضوعات