هند کې د الوتکې سقوط؛ له ۲۴۲ سپارلیو یو کس ژوندی پاتې
په هند کې د ایرانډیا هوایي شرکت یوې الوتکې د سقوط له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۲۴۱ تنو ته لوړ شو.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، ژوندی پاتې کس یو ۴۰ کلن برېټانوی هندي الاصله دی او اوس مهال په روغتون کې بستر دی.
د هند پولیسو ویلي، د وژل شویو کسانو د هویت د تثبیت لپاره څېړنې پیل شوې، چې د کورنیو له غړو څخه یې د DNA نمونې اخیستل کېږي.
هندي چارواکو ویلي، دا پېښه په تېرو لسو کلونو تر ټولو مرګونې هوایي پېښه ده او د الوتکې د سقوط اصلي لامل لا تر اوسه معلوم نه دی.
دا پېښه هغه مهال رامنځته شوې، چې یوه بوئینګ ۷۸۷ ډریم لاینر الوتکه د هند له احمد آباد څخه لندن ته د تګ پر مهال له الوتنې یوازې څو شېبې وروسته په احمد آباد کې ولوېده.