پر ایران د اسرائیلو برید ته نړېوال غبرګونونه؛ ایران د سخت غچ اخیستنې خبر ورکړی
الجزیرې انګلیسي څانګې ویلي، اسرائیلو تېره شپه د ایران په خاوره کې نظامي مرکزونه په نښه کړي او په دې عملیاتو کې د سپاه پاسداران او پوځ ځینې مهم چارواکي په نښه شوي.
راپور کې راغلي، بېګانیو عملیاتو کې شاوخوا ۲۰۰ جېټ الوتکو ایران خاوره کې ۱۰۰ ځایونه بمبارد کړي.
همدې بریدونو ایران په غوسه کړی او زیاته کړې ده، چې غچ اخیستنه حتمي او اسرائیل دې سخت دردوونکي ځواب ته په تمه شي.
ملګرو ملتونو پر ایران وروستي بریدونه غندلي او د لوړ زغم غوښتنه یې کړې ده.
په ورته مهال اسټرالیا وضعیت ته په کتو ژوره اندېښنه ښودلې.
پر همدې غبرګونونو سربېره سعودي عربستان پر ایران خاوره وروستي بریدونه نړېوالو قوانینو او د ایران د ځمکنۍ بشپړتیا روښانه نقض بللی دی.
تر دې وړاندې په راپورونو کې راغلي و، چې دغه بریدونه د امریکا په همغږۍ ترسره شوي دي خو واشنګټن بیا دا خبره رد خو ټرمپ وايي، پر اسرائیلو د غچ اخیستنې برخه کې د اسرائیلو دفاع ته چمتو دی.
رویټرز خبري اژانس وايي، په بېګاني بریدونو کې د ایران توغندیو فابریکه په نښه شوې ده.
همدې وضعیت ته په کتو اسرائیلو تر ولکې لاندې خاوره کې بېړنی حالت اعلان شوی او د ایران هوايي برید ته په تمه دي.
پر ایران هوايي برید کومې ادارې رهبري کړی؟
تازه اکسیوس د پټو سرچینو په حواله ویلي، ایران کې دا پراخ هوایي بریدونه د اسرائیلو موساد جاسوسي ادارې رهبري کړي.
د راپور په بنسټ، دا عملیات د ایران د ستراتیژیکو توغندیو ځایونو او د هغوی هوایي دفاعي وړتیاوو ته د زیان رسولو په هدف و.
نړېوالې رسنۍ وايي، د اسرائیلو پوځ لوی درستیز پولو ته د امنیت ټینګښت په موخه لسګونه زره سرتېري استولي دي.