د افغانستان اسلامي امارت پر ایران د اسرائیلو بریدونه په کلکه غندلي

د افغانستان اسلامي امارت پر ایران د اسرائیلو بریدونه په کلکه غندلي سیمه

د افغانستان اسلامي امارت پر ایران د صهیونیستي رژیم بریدونه په کلکه غندلي دي او ویلي یې دي، چې د ایران پوځي قومندانان او اټومي پوهان په نښه کول د نړېوالو حقونو له اساسي اصولو، په ځانګړي ډول د هېوادونو له ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا څخه څرګنده سرغړونه ده.

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد په دې اړه ویلي، اسلامي امارت له ټولو ښکېلو لوریو څخه غواړي، چې د خپلې ټاکل شوې دندې له مخې، چې د منطقوي ثبات او امنیت ساتل دي، په پوره مسؤلیت سره دې موضوع ته رسېدنه وکړي او د دې اجازه ورنه کړي چې په سیمه کې بې ثباتي او نا امني نوره هم پراخه شي.

د اسلامي امارت له لوري د غندنې دې اعلامیه کې ویل شوي، دا تجاوز په داسې حال کې ترسره شوی چې د فلسطین مظلوم ولس، په ځانګړې توګه غزه، لا هم د اسرائیلو د بې‌درېغه او فاجعه‌بارو بریدونو لاندې دي او اشغالګر رژیم پرته له دې چې انساني او نړېوالو اصولو ته پام وکړي، دغه تاوتریخوالي ته دوام ورکوي.

افغان حکومت زیاتوي، چې له بده مرغه، دا ډول کړنې چې تاوتریخوالی زیاتوي، د سیمې وضعیت لا پسې کړکېچن او اندېښمن کړی دی.

د یادونې وړ ده، چې تېره شپه اسرائیلي اشغالګر رژیم د ایران څو پوځي مشران، نظامي او اټومي مرکزونه په نښه کړل چې په نړېواله کچه یې توند غبرګونونه را وپارول او ایران د سخت غچ اخیستنې خبر ورکړ.

تړلي موضوعات