د ایران ولسمشر: اسرائیل د یو یو مسلمان نښه کولو په لټه کې دي

د ایران ولسمشر: اسرائیل د یو یو مسلمان نښه کولو په لټه کې دي سیمه
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي، چې هېواد یې د واک چلولو په لټه کې نه دی او اسرائیل هغه څوک دي چې د مسلمانانو وژلو هڅه کوي.

پزشکیان وایي، اسرائیل د یو یو مسلمان نښه کولو په لټه کې دي او هڅه کوي پرې خپل فرمایشونه تحمیل کړي.

نوموړي زیاته کړې، ایران د اټومي وسلو جوړولو په لټه کې نه دی.

هغه له اسرائیلو سره روانې جګړې ته په اشارې ویلي، چې ایران ثابت قدم دی او له هېچا وېره نه لري.

پزشکیان له اسرائیلو د امریکا په ملاتړ نیوکې کړي او اسرائیلو ته د ایران پر خاوره د بریدونو اجازه ورکول یې له نړېوالو قوانیو ښکاره سرغړونه بللې ده.

امریکا چې ایران ته یې د اټومي پروګرام هوکړې په موخه دوه میاشتې وخت ورکړی و، د همدې مودې له پای‌ته رسېدو سره سم اسرائیلو په ایران خاوره بریدونه پیل کړل؛ خو امریکا وايي، په دې بریدونو کې یې له اسرائیلو سره برخه نه ده اخیستې.

تړلي موضوعات