د اسرائیلو اټومي څېړنیز مرکز له هدف کېدو وروسته!
د ایران تسنیم خبري اژانس د دې انځور په خپرولو سره ویلي، چې د ایراني توغندیو پر مټ د اسرائیلو اټومي څېړنیز مرکز وایزمن هدف او ویجاړ شوی دی.
الجزیرې تلوېزیون بیا د دې مرکز ویجاړ شوي حالت انځورونو خپرولو سره ویلي، چې دې مرکز ته « د اسرائیلو اټومي دماغ » ویل کېدل.
وایزمن د اسرائیلو د ساینسي تحقیق لپاره یو پېژندل شوی مرکز ده، چې د اسرائیلو د صنعتي او دفاعي سکتور سره هم تړاو لري.
یاده دې وي، چې ایران وروستیو بریدونو له لارې د اسرائیلو ډېر مهم، حساس او ستراتیژیک اهداف په نښه او ویجاړ کړل.