نړېوالو قوانینو ته ژمن هېوادونه دې د بریدونو مخنیوي لپاره کار وکړي

نړېوالو قوانینو ته ژمن هېوادونه دې د بریدونو مخنیوي لپاره کار وکړي سیمه
له نړۍ د ایران بهرنیو چارو وزیر غوښتنه

د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، نړېوالو قوانینو ته ژمن ټول هېوادونه باید جنایتونه وغندي او د بریدونو مخنیوي لپاره کار وکړي.

عراقچي داسې مهال دغه څرګندونې کړې، چې د څلورمې ورځې په تېرېدو سره هم د ایران او اسرائیلو په یوبل بریدونه ته دوام ورکړی.

بل‌خوا ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې امنیتي ځواکونو خرم اباد او بروجرد ښارونو کې د موساد جاسوسان نیول شوي، او یو تن یې په دار ځړول شوی.

په ورته مهال د اسرائیلو دفاع وزیر کېټز ویلي، د تهران اوسېدونکي به په ملکي اسرائیلیانو د بریدونو بیه پرې کړي.

نوموړي ویلي، ایران په ملکي اهدافو بریدونه کوي، چې دې چارې د اسرائیلو توان هم کمزوری کړی.

داپه داسې حال کې ده، چې ایراني چارواکو ویلي، که اسرائیلو سره جګړه کې بریا تر لاسه کړي ۵۰ کاله به د ارام ژوند وکړي.

تړلي موضوعات