پر ایران د اسرائیلو تازه بریدونه؛ د سپاه پاسداران د هوايي ځواک قومندان وژل شوی
د اسرائیلي اشغالګر رژیم پوځ تازه خبر ورکړی، چې ایران کې یې د ځمکې لاندې تاسیسات او مرکزونه بمبارد کړي دي.
اسرائیلي پوځ ادعا کړې، چې دې بریدونو کې یې د ایران د سپاه پاسداران د هوايي ځواک قومندان امیر علي حاجي زاده، د سپاه پاسداران د هوايي ځواک د بې پیلوټه الوتکو د واحد قومندان طاهر پور او د هوايي دفاع د واحد قومندان داوود شیحیان وژلي دي.
بلخوا څو دقیقې وړاندې د ایران تسنیم خبري اژانس هم د سپاه پاسداران د هوايي ځواک قومندان وژل کېدل تائید کړل.
دې سره هممهاله رویټرز خبري اژانس خبر ورکړی، چې د اسرائيلو په روانو بريدونو کې د ایران ۲۰ تنه لوړ پوړي پوځي قومندانان وژل شوي چې پکې د ایران لوی درستيز، همداراز د سپاه پاسداران مشر او ځينې نور شامل دي.
یاده دې وي، چې اسرائیلي اشغالګر رژیم د تېرې شپې راهیسې پر ایران پراخ هوايي بریدونه پیل کړي دي، چې د ایران لوړ پوړو نظامي چارواکو وژل کېدو سربېره یې د ایران نظامي او اټومي تاسیسات په نښه کړي دي.