ټرمپ: د اسرائیلو پلان شوي عملیات به تر نورو وېرونکي وي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایران ته وړاندیز کړی، چې له ترسره شویو بریدونو وروسته دې اټومي هوکړې ته غاړه کېږدي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور په بنسټ، ټرمپ وايي، که هوکړې ته غاړه نه ږدي پلان شوي بریدونه به خطرناک، وېروونکي او وحشیانه وي.
د امریکا له لوري ایران ته دا خبرداری داسې مهال ورکول کیږي، چې تر دې وړاندې د تهران او واشنګټن ترمنځ اټومي هوکړې خبرې اترې پرته له کومې پایلې ترسره شوې.
ټرمپ ایران ته ګواښ کړی و، چې یا اټومي هوکړه یا بې مخینې بمبارۍ ته دې چمتو شي.
امریکا چې په ښکاره د ایران په خاوره وروستیو بریدونو له ملاتړه ځان ګوښه کوي خو ټینګار کوي، چې د ایران غچ اخیستونکي برید مخنیوي لپاره د اسرائیلو دفاع ته چمتوالی لري.
ایراني چارواکي سیمه کې د اسرائیلو شتون سرطاني غده بولي او امریکا تورنوي چې د خپلو ګټو لپاره سیمه کې د ګډوډۍ رامنځته کېدو په موخه د اسرائیلي جنایتونو او وحشتونو ملاتړ کوي.