د غزې د کلابندۍ ماتولو لپاره د عربو لومړنۍ جدي هڅه؛ «الصمود» کاروان ته مصر اجازه نه ده ورکړې
په يوه استثنائي دريځ کې د تونس، الجزاير، موريتانيا، ليبيا او ځينو نورو هېوادونو سلګونه اوسېدونکي د جون په نهمه نېټه د تونس له پلازمېنې د رفح تنګي په لور خوځېدلي دي، رویټرز تازه ویلي، چې دا کاروان لیبیا ته رسېدلی او مصر ته د داخلېدو اجازه نه ده ورکړل شوې.
د مصر د پارلمان او اپوزيسيون يوه غړي خالد يوسف رسنيو ته ويلي چې مصر لس ورځې وړاندې لا د کاروان ګډونوالو ته ځواب ورکړی دی، چې له هيڅ لوري به د دې هېواد خاورې ته د ننوتو اجازه ور نه کړل شي.
ښاغلي يوسف زياته کړې ده، چې د کاروان استازو لس ورځې مخکې له لوړپوړو مصري چارواکو او شخصيتونو سره اړيکې ټينګې کړې، چې پخوانی وزير کمال ابو عيطة هم په کې و او له هغوی يې وغوښتل چې چارواکو نه د مصر له خاورې د تېرېدو اجازه ورته واخلي.
د ده په وينا «ما خپله له مسؤلو چارواکو سره دا غوښتنه شريکه کړه، هغوی د ګډونوالو نومونه او د ترتيبوونکي لوري په اړه معلومات وغوښتل او ژمنه يې وکړه چې په څو ورځو کې به د دريځ په اړه پرېکړه وکړي او دوی ته به ځواب ورکړي».
د پارلمان دې غړي ويلي، چې دوه ورځې وروسته چارواکو ځواب راکړ او ما ته يې وويل چې له څېړنې او امنيتي او سياسي موقف ارزونې وروسته يې پرېکړه وکړه چې د کاروان تګ ته اجازه ورنه کړي. چارواکو دا ټينګار هم کړی و چې کاروان ته به له هيڅ لارې مصر ته د ننوتو اجازه ور نه کړل شي.
په ورته وخت کې د کاروان خلک لا هم مخ په وړاندې روان دي او غواړي د مصر له لارې رفح تنګي ته ځان ورسوي.
تاريخي سفر:
د عربي هېوادونو دې مسلمانو فعالانو په داسې وخت کې خپل دغه سفر پيل کړی، چې د غزې اوسېدونکي د اشغالګرو اسرائيلو له لوري په بشپړ ډول کلابند او د ژوند له ټولو اسانتياو بې برخې دي.
د غزې له دې کلابندۍ سره سم اسرائيلو د روانې جګړې له پيله تر دې دمه نږدې ۲۰۰ زره فلسطنيان شهیدان او ټپيان کړي دي، چې يوه لويه برخه يې کوچنيان او ښځې دي.
سره له دې چې د غزې په بې ګناه خلکو د اسرائيلو دا وحشت د ټولې نړۍ د سترګو پر وړاندې ترسره کېږي، خو تر دې دمه د نشت برابر لوريو د غزې د اوسېدونکو ملاتړ کړی دی، چې د يمن حوثيان په کې د يادولو وړ دي. د غزې د شاوخوا عربي هېوادونو هڅې تر اوسه يوازې د غندنې او خواشينۍ تر بريده محدودې دي، ځکه خو د انټرنېټ په مخ فعالانو «الصمود» کاروان د غزې د کلابندۍ ماتولو لپاره د عرب مسلمانانو لومړنۍ جدي هڅه بللې ده او تود هرکلی يې کړی دی.
د کاروان موخه:
د الصمود کاروان يو تن رسمي وياند نبيل شنوفي رسنيو ته ويلي، چې «د کاروان موخه د غزې له خلکو د وحشي کلابندۍ ماتول او فلسطينيانو ته دا پيغام ورکول دي، چې د عربي مغرب وروڼه په زړه او عمل له دوی سره دي».
هغه الجزيرې سره خبرو کې زياته کړې چې «کاروان په يوه تاريخي سفر روان دی او يو ستر انساني هدف له ځان سره لري، هغه دا چې د غاصب صهيوني رژيم له لوري د غزې کلابندي او لوږه مات کړي»، دغه راز د نړۍ د چوپتيا په ترڅ کې د اوربند د چټکتيا او د وحشي نسل وژنې د درولو غوښتنه وکړي.
د دې کاروان بل وياند وائل نور هم الجزيرې ته ويلي چې د کاروان موخه په غزه د وحشي کلابندۍ ماتول او نړېوال مړه ضمير ته د عربي ملتونو د ويښ ضمير پيغام رسول دي.
دا چې د اسرائيلو وحشت او د هر قشر وژنه خورا څرګنده ده، د کاروان تنظيموونکو لسګونو ګډونوالو ته د لومړنيو طبي مرستو ښودنه کړې ده.
ګډونوال څوک دي؟
د کاروان وياند په دې اړه ويلي، چې د تونسي او نورو ټولنو له ۱۸ کلنو تر ۷۰ کلنو پورې ډاکټران، محصلان، د بېلا بېلو ټولنو غړي، خبريالان، د سرې مياشتې او طبي ټولنو کارکوونکي، متقاعد پوځيان او نور په کې دي، چې کاروان تر هيڅ سياسي يا حزبي پوښښ لاندې نه دی او په ازادانه ډول فعاليت کوي. د شنوفي په وينا ټولو هغو کسانو لارښود کتابونه هم ترلاسه کړي دي، چې د سفر اسناد يې پوره کړي وو.
نړېوال خوځښت:
په داسې حال کې چې دا کاروان لومړی له عربي هېوادو روان شوی، خو د ايټاليا، فرانسې او اروپا ځينو فعالانو هم ويلي چې مصر يا رفح تنګي کې به له دې کاروان سره يوځای کېږي. يوه سياسي فعال رامي شعث په دې اړه «العربي الجديد» ته ويلي چې ټول دغه فعالان هلته د تګ اړوند خپل شخصي مسؤليت منلو ته په بشپړ ډول چمتو دي او ډېرو يې په دې اړه ژمنپاڼې هم لاسليک کړې دي، بلکې ځينې يې ان د ځان قربانۍ ته هم تيار دي.
رفح کې پاتې کېدل:
د کاروان پرېکړه دا ده چې د ټولو لوريو له يوځای کېدو وروسته به پرېکړه کېږي چې رفح تنګي کې څو ورځې پاتې شي. رفح تنګی غزه له مصر سره نښلوي، چې له يوه لوري د مصر د پوځ او له بل لوري د اسرائيلي اشغالګرو په ولکه کې دی.
د کاروان ګډونوالو ويلي چې ښايي پنځه ورځې او که حالات د دوی په خوښه نه وو، نو دوه ورځې هلته پاتې شي.
له دې مخکې د همدې موخې لپاره د ايټاليا له سويلي ساحل کاټانيا څخه هم د غزې په لور د «ماډيلين» په نوم يوې کښتې خپل سفر ترسره کړ، چې ۱۲ تنه نړېوال فعالان په کې وو.