د اسرائیلو د اټومي تحقیقاتو مرکز په نښه شوی
د لبنان المیادین رسنۍ خبر ورکړی، چې پر اسرائیلو د ایران د تېرې شپې بریدونو کې د اسرائیلو د اټومي تحقیقاتو مرکز په نښه شوی.
المیادین ویلي، چې یو توغندی د تلابیب په یوه ستراتیژیکه سیمه کې لګېدلی، چې د صهیونیستي رژیم د اټومي تحقیقاتو مرکز ګڼل کېږي.
یادې سرچینې نور جزیات نه دي ورکړي چې دا مرکز څومره ویجاړ شوی دی.
یاده دې وي، چې تېره شپه ایران له اسرائیلو خپل غچ واخیست او ګڼې اسرائیلي سیمې یې د بالستیک توغندیو پر مټ په نښه کړې.