ملګرو ملتونو کې د روسیې استازی: د اسرائیلو اقدامات به سیمه اټومي جګړې ته بوځي

ملګرو ملتونو کې د روسیې استازی: د اسرائیلو اقدامات به سیمه اټومي جګړې ته بوځي نړۍ
پر ایران د اسرائیلو برید ته نړېوال غبرګونونه

د ملګرو ملتونو بېړنۍ غونډه کې د روسیې استازي واسیلي نبنزیا ویلي، پر ایران د اسرائیلو بریدونه به سیمه یوې پراخې اټومي جګړې ته بوځي.

نبنزیا پر ایران د اسرائیلو بریدونه د ملګرو ملتونو له منشور او نړېوالو حقونو ښکاره سرغړونه بللې.

بل‌خوا ملګرو ملتونو کې د چین استازي فوکانګ پر ایران د اسرائیلو برید ته په اشارې ویلي، یاد رژیم له یوې بلې سرې کرښې هم اوښتی یاد کړی. 

نوموړي ټینګار کړی، چې بیجینګ د نښتو پراخېدو مخالف دی او د اسرائیلو اقداماتو پایلو ته یې اندېښنه ښودلې.

په ورته مهال یاد سازمان کې د ایران استازي امیر سعید ایرواني د صهیونیستي رژیم برید «وحشیانه او جنایتکارانه» بللی په خبره یې، دغه ډول قصدي او سیستماتیک قتلونه نه یوازي غیرقانوني او غیر انساني دي، بلکي یو تېری شمېرل کیږي.

تړلي موضوعات