د روسیې ټاس خبري اژانس: د اسرائیلو جنګي الوتکو د تمځای په ګډون ۱۵۰ اهداف په نښه شوي
د روسیې ټاس خبري اژانس راپور ورکړی، پر اسرائیلو د ایران ځوابي برید کې د اسرائیل په بېلابېلو سیمو کې ۱۵۰ نظامي او د قوماندې مرکزونه په نښه شوي.
یاد اژانس ویلي، په نښه شویو سیمو کې د اسرائیلو د F-35، F-16 او F-15 پرمختللو جنګي الوتکو تمځای، مرستندویه الوتکې، قوماندې مرکزونه، الکټرونیکي جنګي وسایل او د اسرائیلي پوځ د وسلو تولید تاسیسات شامل دي.
بلخوا د ایران پوځي سرچینو ویلي، بریدونه یې په درېیو پر لپسې څپو ترسره کړي، چې لسګونه توغندي په بریالیتوب سره په ټاکل شویو موخو لګېدلي دي.
ایرنا اژانس راپور ورکړی، چې تل ابیب کې د اسرائیلو دفاع وزارت دوه ځلي او د صهیونیستي رژیم داخلي امنیت وزارت ودانۍ هم په څو توغندیو په نښه شوې ده.
امریکا هم له اسرائیلو په دفاع او د توغندیو په شنډولو کې خپله ونډه اخېستې.
د دغو بریدونو په پایله کې تر اوسه درې تنه وژل شوي او د ټپیانو شمېر بیا تر ۹۰ تنو اوښتی.