اسرائیلو کې د امریکا سفیر: تېره شپه پنځه ځله پټن ځای ته وتښتېدم
پر اسرائیلي اهدافو د ایران تر ځوابي بریدونو وروسته تل ابیب کې د امریکا سفیر مایک هاکبي په خپله اېکس پاڼه د یو پیغام په خپرولو سره ویلي، د بریدونو شدت او ایراني توغندیو چاودنو له وېري پنځه ځلي پټن ځای ته تښتېدلی.
نوموړي دې پیغام کې لیکلي:«تېره شپه اسرائیلو کې تر ټولو سخته شپه وه، زه خپله نا چاره شوم د خپل ځان ساتنې په موخه پنځه ځلي پټن ځای ته وتښتم.»
نوموړي تائید کړې، چې د اسرائیلو ټولو اوسېدونکو ته پټنځایونو سره نږدې د تیارسئ حالت کې پاتې کېدلو سپارښتنه شوې.
بلخوا یو شمېر ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې د دغو بریدونو پایله کې درې تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.