د ایران او اسرائیلو ترمنځ د بریدونو تبادله؛ اسرائیلو پر ایران یوځل بیا بریدونه کړي
ایراني او اسرائیلي رسنیو راپور ورکړی، سره له دې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ جګړه کمه شوې، خو لاهم دوام لري او اسرائیلو د ایران په بېلابېلو سیمو تازه بریدونه کړي.
د ایران فارس اژانس خبر ورکړی، چې څو شېبې وړاندې د صهیونیستي رژیم توغندیو د ختیځ اذربایجان ولایت کې څلور سیمې په نښه کړې دي.
دغې رسنۍ ویلي، خرم اباد او کرمانشاه کې هم د چاودنو غږونه اورېدل شوي.
بلخوا راپورونه کاږي، چې د ایران څو چاودېدونکې ډرون الوتکې اشغالي سیمو ته دننه شوې او اسرائیلو کې د ځینو اهدافو په نښه کولو کې بریالۍ شوې هم دي.