اسرائیلو د ایران درې نور ساینسپوهان هم وژلي
د ایران تسنیم خبري اژانس تائید کړې، چې پر ایران د اسرائیلو تازه بریدونو کې د ایران درې نور ساینسپوهان علي بکایي کریمي، منصور اصغري او سعید برجي وژل شوي دي.
دې سره د اسرائیلو له لوري د په نښه شویو ایراني ساینسپوهانو شمېر ۹تنو ته ورسېد.
بلخوا د ایران زنجان سپاه مهدي قومندانۍ هم د دغو بریدونو په لړ کې د خپلو درې قومندانانو وژل کېدل تایید کړي.
نن سهار هم د اسرائیلو په بریدونو کې د ایران سپاه پاسداران دوه مهم قومندانان وژل شوي وو.
اسرائیلو شېبه وړاندې د ایران پر خرم اباد، کرمانشاه او ختیځ اذربایجان ولایتونو بریدونه وکړل.