د ایران پوځ: ځواکونو یې د اسرائیلو یوه ایف ۳۵ جنګي الوتکه نسکوره کړې
ایراني پوځ تازه خبر ورکړی، چې ځواکونو یې د هېواد په لوېدیځ کې د اسرائیلو یوه F- 35 جنګي الوتکه نسکوره کړې.
الجزیرې د ایراني چارواکو له قوله خبر ورکړی، چې د یادې الوتکې پیلوټ د پراشوټ په وسیله ځان ځمکې ته رسولی.
دا په ایران د اسرائیلو د بریدونو له پیله راهسي د اسرائیلو دویمه جنګي الوتکه ده، چې د ایران دفاعي ځواکونو له لوري نسکورېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې اسرائیلو په ایران دویم پړاو بریدونه پیل کړي او د ایران خاورې دننه یې ګڼ اهداف په نښه کړي دي.