یو ساعت کې ۱۰ اسرائیلۍ بې پیلوټه الوتکې نسکورې شوې دي
د ایران فارس خبري اژانس یو ساعت وړاندې خبر ورکړی، چې په تېر یو ساعت کې د صهیونيستي رژیم ۱۰ بې پیلوټه الوتکې نسکورې شوې دي.
یاد اژانس ویلي، چې دا الوتکې د ایران بېلابېلو سیمو کې ویشتل شوې دي.
ایراني رسنیو تېره شپه خبر ورکړی و، چې د ایران هوايي دفاع سیسټمونو د اسرائیلو دوه جنګي اېف ۳۵ الوتکې هم نسکورې کړې دي، چې ډېرې پرمختللې جنګي الوتکې ګڼلې کیږي.
تازه پر ایراني ښارونو د اسرائیلو بریدونو سره هممهاله ایراني چارواکو وویل، چې هوايي دفاعي سیسټمونه یې فعال دي او د دښمن بې پیلوټه الوتکې او توغندي هدف ته له رسېدو وړاندې له منځه وړي.
یاده دې وي، چې اسرائیلو شاوخوا دوه ساعته وړاندې پر تهران او نورو ایراني ښارونو د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو بریدونه پیل کړل.