پر اسرائیلو د ایران بریدونه؛ ۱۴۴تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

پر اسرائیلو د ایران بریدونه؛ ۱۴۴تنو ته مرګ ژوبله اوښتې نړۍ
پر اسرائیلو د ایران د تېري شپې بریدونه

پر اسرائیلو د ایران د تېري شپې په ځوابي بریدونو کې د اشغالګر رژیم د تل ابیب په بت یام او رهووت ښارونو کې ۴ تنه وژل شوي او ۱۴۰ نور ټپیان شوي دي.

د اسرائیلو پوځ راډیو همداراز خبر ورکړی، چې د تل ابیب سویل کې د ایران په راکټي بریدونو کې ۳۵ تنه لادرکه شوي دي.

اشغالګر اسرائیلو تېره شپه شاوخوا ۱۱ بجې د ایران په بېلابېلو سیمو هوایي او راکټي بریدونه وکړل، چې د اسرائیلو تر دې بریدونو څو ساعته وروسته ایران هم په ځوابي برید لاس پورې کړ او اسرائیلو ته یې درانه مالي او ځاني زیانونه واړول.

په ورته مهال یمن انصارالله اعلان کړی، چې د ایران په ملاتړ به د اسرائیلو پر وړاندې خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې اسرائیلو په رسنیو د محدودیتونو وضع کولو سربېره له خپلو خلکو غوښتي، چې د ور اوښتو زیانو په اړه دې هیڅ هم نه خپروي.

تړلي موضوعات