حوثي ځواکونه: اشغالي فلسطین کې مو حساس اهداف په توغندیو وېشتي
د یمن وسلهوال پوځ یوه اعلامیه کې ویلي، حوثي ځواکونو تېرو ۲۴ ساعتونو کې د څو «فلسطین ۲» هايپرسونیک بالسټیک توغندیو پرمټ د اشغالي سیمو دننه څو اهداف په نښه کړي دي.
یادو ځواکونو ویلي، دغه بریدونه یې د صهیونیستانو له لوري د غزې کلابندۍ په غبرګون کې کړي.
دوی ویلي د اشغالي فلسطین یافا سیمه کې یې څو حساسې نقطې په نښه کړې دي.
د یمن وسلهوال پوځ دا هم ویلي، چې بریدونه یې ایراني پوځ سره په همغږۍ کړي، او موخه یې غزه کې د اشغالګر رژیم وروستیو تېریو ته ځواب ورکول ښودلي.
حوثي ځواکونو عربي هېوادونو ته ګوتڅنډنه کړې، چې که نن د اسرائیلو جنایتونو پر وړاندې اقدام ونه کړي سبا به د غزې خلکو حالت په نورو عربي هېوادونو هم راشي.