کاناډا د خپل نظامي قوت لپاره امریکايي تجهیزات کمزوري وبلل
د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني په دفاعي برخه کې پر امریکا د تکیې لګولو سره مخالفت ښودلی او ویلی یې دي هڅه به وکړي، څو په خپلو لګښتونو دفاعي برخه پياوړې کړي.
لومړي وزیر مارک کارني د ټورنټو پوهنتون کې د کنفرانس په مهال دا هم ویلي، امریکا نوره په نړۍ کې مخکښ رول نه لوبوي.
هغه زیاته کړې، امریکا اوس د خپلو ګټو لپاره خپلو بازارونو پیاوړتیا ته لېواله دی او په ګډ امنیت یې پام نه دی ور ټول.
کارني د خپل هېواد پوځي تجهیزاتو ته چې تر ډېره امریکايي دي په اشارې ویلي، زړو تجهیزاتو یې د پرمختګ مخه نیولې او سمندري ځواکونو سره شته نظامي وسایل له نیمايي ډېر غیر فعال او یا خراب دي.
سي اېن اېن ټلوېزیون د راپور په بنسټ، کاناډا چې دفاعي بودیجه یې تر ډېره امریکا ورکوي اوس هڅه کوي خپل نظامي لګښتونه له خپلو کورنیو تولیداتو پوره کړي.
کارني ویلي، زموږ هدف د کاناډایانو ساتنه ده نه د ناټو محاسبینو ته قناعت ورکول.
کاناډا د امریکا په دفاعي تکیه داسې مهال نیوکې کړي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو ځله په دې ټینګار کړی دی، چې کاناډا د امریکا ۵۱ ایالت وګرځوي او دا هغه څرګندونې دي چې له امله یې غبرګونونه ښودل شوي.