د ایران بهرنیو چارو وزیر: د اسرائیلو له وروستیو بریدونو موخه هېوادونو ته د اور غځول دي
د ایران سویل بوشهر ولایت کې د اسرائیلو له لوري د ایران او قطر د ګازو پروسس ګډ شرکت په نښه کولو ته ایراني چارواکو توند غبرګون ښودلی.
د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي یوې خبري ناستې پر مهال په یاد مرکز برید ته په غبرګون کې ویلي، د ایران او قطر کډ اقتصادي مرکز په نښه کولو موخه د اسرائیلو له لوري د سیمې هېوادونو ته د اور غورځول دي.
عراقچي پر ایران د اسرائیلو بریدونو په اشارې ویلي، اسرائیل د امریکا له ملاتړ پرته د بریدونو توان نه لري په خبره یې، پر ایران د اسرائیلو بریدونو کې د واشنګټن لاس نه لرلو په اړه د امریکایي چارواکو په څرګندونو بې باوره دي.
نوموړي زیاته کړې، که امریکا ښه نیت لري اړتیا ده، چې د ایران په اټومي تاسیستاتو د اسرائیلو برید وغندي.
عراقچي له امریکا غوښتي، چې د لګېدلې اور ملاتړ ته دې نه ور دانګي.
ټاکل شوې وه چې نن یکشنبه د ایران او امریکا ترمنځ د اټومي موافقې په اړه د غیر مستقیمو خبرو اترو شپږم پړاو ترسره شي، خو ایران دا خبرې لغوه کړې دي.