د هند شمال کې د یوې چورلکې لوېدو له کبله ۷تنه وژل شوي

د هند شمال کې د یوې چورلکې لوېدو له کبله ۷تنه وژل شوي سیمه
هند کې یوه چورلکه لوېدلې

هندي چارواکو ویلي، چې د یک‌شنبې په سهار د هند شمالي برخه کې د یوې چورلکې لوېدو له امله ۷ تنه وژل شوي دي.

رویټرز خبري اژانس ته امنیتي چارواکو ویلي، دغې چورلکې له کدارنات څخه د ګوپتکاشي پر لور مسافر لېږدول چې رودراپرایاگ سیمه کې ولوېده.

راپورونه وايي، هندي چارواکو د پېښې لامل خرابه هوا بللې.

د هندي چارواکو له قوله، په تېره یوه نیمه میاشت کې په همدې مسیر درې بېړنۍ ناستې او دوه چورلکې لوېدلي دي.

تړلي موضوعات