د ایران سپاه پاسداران: د تېرې شپې بریدونو کې مو د اشغالګر رژیم د قوماندې او کنټرول سیسټمونه په نښه کړي
د ایران سپاه پاسداران خبر ورکړی، چې په اسرائیلو د تېري شپې توغندیز بریدونو کې یې د صهیونیسټي رژیم د قوماندې او کنټرول سیسټمونه په نښه شوي.
الجزیرې د ایراني چارواکو له قوله راپور کې ویلي، دغو عملیاتو کې یې نوښتي میتودونه، معلوماتي ټکنالوجۍ او پرمختللي وسایل کارولي.
ایراني چارواکو ویلي، د دوی توغندي د امریکا له ملاتړ او د دښمن عصري دفاعي ټکنالوژۍ لرلو سره سره په بریالیتوب سره په خپلو اهدافو لګېدلي.
بلخوا اسرائیلي رسنیو راپور ورکړی، چې په څلور سیمو د ایراني توغندیو لګېدو له ځایونو تر دې مهاله ۶۷ټپيان روغتون ته انتقال شوي.
اسرائیلي رسنیو همداراز ویلي، ایراني توغندیو تل ابیب کې د پیتاه تکواکي پټنځایونه ویجاړ کړي او تل ابیب کې پر ودانیو مخامخ ډزو کې ۲۵تنه ټپيان شوي دي.