تېره ورځ څه باندې ۵ زره کډوالې کورنۍ خپل وطن ته راستنې شوې

تېره ورځ څه باندې ۵ زره کډوالې کورنۍ خپل وطن ته راستنې شوې افغانستان

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، چې تېره ورځ پنجشنبه د تورخم، سپین بولدک، نیمروز ورېښمو او اسلام کلا له لارو ۵ زره او ۷ کورنۍ له ایران او پاکستان راستنې شوې دي.

یاد کمېسیون ویلي، چې دا افغان کډوال له ایران او پاکستان په اجباري ډول راستانه شوي دي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون همداراز ویلي، چې یادو راغلو هېوادوالو ته د ټرانسپورټ، خوراک، سرپناه او روغتیا برخو کې خدمات وړاندې شوي او نغدي مرستې ورسره شوې دي.

یادې کډوالې کورنۍ ډېری د اسلام کلا او نیمروز ورېښمو لارو څخه له ایران په جبري ډول راستنې شوې دي.

د یادونې وړ ده، چې له تېرو درېیو اوونیو راهیسې له ایران څخه په جبري ډول د افغان کډوالو ایستلو لړۍ چټکه شوې ده؛ هغه چې افغان حکومت یې د درېدو غوښتنه کوي.

تړلي موضوعات