یمن د هایپرسونیک بالسټیک توغندي پر مټ د اسرائیلو هوايي ډګر هدف کړی

یمن د هایپرسونیک بالسټیک توغندي پر مټ د اسرائیلو هوايي ډګر هدف کړی نړۍ

د یمن حوثي وسله والو ځواکونو نن د هایپرسونیک یا له غږ چټک « فلسطین۲» بالسټیک توغندي پر مټ اشغالي فلسطین کې د اسرائیلو بن ګوریون نړېوال هوايي ډګر په نښه کړی دی.

د حوثي ځواکونو ویاند یحیی سریع وايي، چې د یمن توغندیز ځواک دا عملیات د الله تعالی په نصرت بریالي وو؛ توغندی خپل هدف ته رسېدلی او د دې هوايي ډګر فعالیت یې درولی.

حوثیان وايي، چې دا عملیات یې د غزې پر ننګه او هلته د روانو وحشتونو غبرګون کې کړي دي.
دوی اسرائیلو ته خبرداری ورکړی، چې تر هغو غزه کې د اشغالګرو وحشتونه روان وي؛ دوی به خپل هوايي او سمندري بریدونه پر اسرائیلي اهدافو جاري وساتي.

د یادونې وړ ده، چې وروستیو اونیو کې حوثي ځواکونو د هوايي او سمندري بریدونو له لارې ګڼ اسرائیلي اهداف او اسرائیلو سره تړاو لرونکې بېړۍ په نښه کړې دي.

تړلي موضوعات