قطر ته د افغان کارګرو لېږد کې زیاتوالی؛ دا شمېر تازه ۲ زره تنو ته پورته شو
د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبر ورکړی، چې قطر ته د افغان کارګرو لېږد پروسه کې ۱۳۰۰ کاري فرصتونو زیاتوالی راغلی دی؛ معنا مخکې د ۷۰۰ افغان کارګرو د لېږد خبر ورکړل شوی و، خو اوس تازه د دې فرصتونو زیاتوالي سره ۲ زره افغان کارګر کولی شي قطر ته د کار روزګار لپاره په رسمي ډول لاړ شي.
یاد وزارت هېوادوالو ته د ډاډ په ډول ویلي، چې دا د کارګرانو د قانوني اعزام د لړۍ پيل دی او دا شمېرې به راتلونکي کې څو برابره زیاتې شي او دوام به ومومي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت همداراز ویلي، چې د نوم لیکنې او ثبت بهیر څرنګوالی، اړونده رشتې او حرفې، شرايط او د نوم ليکنې مرکزونو ټول جزئيات او مشخصات به ډېر ژر په ډاګه شي.
د یادونې وړ ده، چې اسلامي امارت څو عربي هېوادونو سره خبرې روانې کړې دي، چې افغان کارګر هلته په رسمي ډول ولېږدوي او د کار زمینه ورته برابره شي.