حکومت تېره یوه میاشت ۲ میلیارده افغانۍ پر کډوالو مصرف او وېشلې دي

حکومت تېره یوه میاشت ۲ میلیارده  افغانۍ پر کډوالو مصرف او وېشلې دي افغانستان

د کډوالو ستونزو ته د رسېدو عالي کمېسیون خبر ورکړی، چې اسلامي امارت تېره یوه میاشت کې پر راستانه شویو افغان کډوالو ۲ میلیارده افغانۍ مصرف او وېشلې دي.

د یاد کمېسیون ویاند احمدالله وثیق وايي، چې د مهاجرینو د کورنۍ هر غړي ته د ورځې دوه زره افغانۍ ورکول کېږي، چې په ټوله کې د ورځې تر ۳۰ میلیون افغانیو پورې د دې قشر لپاره ځانګړې کېږي.

نوموړی زیاتوي، چې پر دې سربېره، د مهاجرینو لپاره ټول خدمات لکه خواړه، انتقال، روغتیایي پالنه او نوم لیکنه په وړیا ډول ترسره کېږي او همداسې دوام لري.

ښاغلي وثیق همداراز ویلي، چې اسلامي امارت پر راتلونکو کډوالو په مستقیم ډول سره مرستې وېشي؛ خو له خیریه بنسټونو او سوداګرو څخه مو هیله ده، چې دوی هم مرستې ورسره وکړي.

د یادونې وړ ده، چې تېرو څو اونیو کې له ایران څخه په جبر د افغان کډوالو را ایستلو لړۍ بې سارې چټکه شوې ده او هر ورځ زرګونه کورنۍ له ایران او پاکستان څخه په جبر راستنېږي.

تړلي موضوعات