د ایران ولسمشر: اسرائیلو سره جګړې ته چمتو دي
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وايي، هېواد یې اسرائیلو سره جګړې ته چمتو دی او خپل اټومي پروګرام نه ځنډ وي.
پزشکیان له الجزیرې سره مرکه کې ټینګار کړی، چې د یورانیمو غني کولو پروګرام یې د سوله ییزو موخو لپاره دی او دا کار به دوام مومي.
دغه مرکه چې نن چهارشنبه خپره شوې له ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته له یادې رسنۍ سره شوې.
پزشکیان الجزیرې ته ویلي، موږ د اسرائیلو د هر نوي پوځي اقدام لپاره بشپړ چمتو یو او زموږ ځواکونه تیار دي چې بیا د اسرائیلو دننه سخت بریدونه وکړي.
د ایران ولسمشر زیاته کړې، هېواد یې د هر ډول احتمالي سناریو په وړاندې چمتووالی لري.
دا څرګندونې وروسته له هغې کیږي چې وړاندې تر دې اسرائیلي رسنیو پر ایران د یو بل برید په اړه د تل ابیب د چمتووالي خبر ورکړی و.