د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترجیحی تعرفې هوکړه لاسلیک شوه

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترجیحی تعرفې هوکړه لاسلیک شوه سوداګرۍ او اقتصاد
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترجیحي تعرفې هوکړه لاسلیک شوه

پاکستان کې د افغانستان سفارت ویلي، د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین مولوي احمد الله زاهد او د پاکستان د سوداګرۍ وزارت معین جاوید پاول ترمنځ د تعرفې ترجیحي هوکړه لاسلیک شوه.

سفارت وايي، د دغه تړون پر بنسټ د افغانستان له لوري پاکستان ته د څلورو قلمونو انګور، انار، مڼو او رومیانو ، همدارنګه د پاکستان له لوري پر څلورو قلمونو ام، کینو، کېله او الوګانو باندې تعرفې چې پخوا له ۶۰سلنه لوړه وه وروسته له دې به ۲۷سلنې ته راټیټه شي.

دغه یو کلن تړون، چې د ۲۰۲۵ کال اګست میاشتې له لومړۍ نېټې څخه به عملي شي، راتلونکې کې به د تمدید وړ وي او همداراز نور اقلام پکې زیاتېدلی شي.

تړلي موضوعات