دوکتور داغي: وخت یې دی، چې مسلمان هېوادونه اسلامي امارت په رسمیت وپېژني

دوکتور داغي: وخت یې دی، چې مسلمان هېوادونه اسلامي امارت په رسمیت وپېژني نړۍ

د مسلمانو علماوو د نړېوال اتحاد رئیس دوکتور علي القره داغي تازه د اسلامي نړۍ پر مسلمانانو غږ کړی، چې د دې وخت را رسېدلی چې مسلمانان خپله د افغانستان اسلامي امارت په رسمیت وپېژني؛ نه دا چې دا کار هغو نړېوالو حسابونو ته پرېښودل شي چې رحم نه لري او دوه ګوني معیارونه لري او د هیچا سره انصاف نه کوي.

د مسلمانو علماوو د نړېوال اتحاد رئیس په داسې وخت کې د اسلامي نړۍ پر هېوادونو د اسلامي امارت رسمیت پېژندنې غږ کوي، چې د سیمې او نړۍ هېوادونه د افغانستان اوسني نظام سره د اړیکو کچې لوړېدو یا پیلېدو په لټه کې دي.

د یادونې وړ ده، چې درې اوونۍ وړاندې روسیې افغانستان اسلامي امارت سره اړیکو برخه کې یوه تاریخي ګام پورته کړ او اسلامي امارت یې په رسمیت وپېژانده.

تړلي موضوعات